د چين ميډيا ګروپ د افريقا عمومي سټېشن د نومبر پر ۲۶مه نېټه د کنيا په پلازمېنه نايروبي کې دافريقايي ملګرو په نوم د خبري رسنيو همکاريز فورم تر سره کړ. د چين او ۴۳ افريقايي هېوادونو څه باندې سل استازو په انلاين توګه په دغه فورم کې ګډون کړی و.
د ياد فورم لخوا جوړ شوی د چين او افريقا د دوستۍ په نوم د فلمونو او تلويزيوني پروګرامونو د نندارې فعاليتپای ته رسېدلی. د چین ميډيا ګروپ لخوا ژباړل شوي د شپږو ژبو څه باندې ۵۰ غوره چيني فلمونه او تلويزيوني پروګرامونه په ۲۰ افريقايي هېوادونو کې د رسنيو له لارې خپاره شوي دي.