د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين د سرحدي دفاع ادارې د نومبر پر ۲۸مه نېټه پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړ، چې د اوکراين سرحدي پوځ په همدې ورځ د دغه هېواد په چيرنيګوف ايالت کې چې دغه ايالت له بلاروس سره ګډه پوله لري، د سرحدي ادارې او کنترول د عملياتو تمرين تر سره کړ.
اوکراين په خپل ګاونډي هېواد بلاروس کې د کډوالو د مسئلې پر وړاندې د نومبر پر ۲۳مه نېټه د اوکريان او بلاروس ترمنځ د سرحدي سيمې د ادارې او کنترول عمليات پيل کړی.
په دې وروستيو کې زرګونه کډوال، چې زياتره يې د منځني ختيځ سيمې وګړي دي، د بلاروس له لارې د پولنډ او ليتوانيا په شمول د اروپايي ټولنې هېوادونو ته د ورتګ په هڅه کې دي. خو پولنډ د سرحدي سيمې اداره او کنترول پياوړی کړی، نو ګڼ شمېر کډوال په سرحدي سيمه کې پاتې شوي دي.