بريتانيا د نومبر پر ۲۷مه نېټه د کرونا په نوي ډول ويروس (اوميکرون) دوه اخته شوي کسان تشخیص او ثبت کړي دي. په همدې ورځ د دغه هېواد لومړی وزير بوريس جانسون په يوه مطبوعاتي غونډه کې اعلان کړی، چې بريتانيا به د دې نوي ويروس د مخنيوي لپاره اړوند لازم تدابير ونيسي.
د روغتيا نړيوال سازمان د روانې مياشتې پر ۲۶مه نېټه ياد ويروس ته اوميکرون (O) نوم ورکړی، د پام وړ نوي ډول ويروس يې ګڼلی او له بېلابېلو هېوادونو څخه يې غوښتنه کړې، چې د دغه ويروس د څارنې او څېړنې کارونه پياوړي کړي.