د شينجيانګ په اړه يوه ويډيويي غونډه په اورموچي کې تر سره شوه
CMG2021-11-28 14:53:30
شريکول:

( شينجيانګ يو ښکلی ځای دی ) تر نامه لاندي يوه ويډيويي غونډه د نومبر پر ۲۶مه نېټه د چين د شينجيانګ کورواکي سېمي په اورموچي کې تر سره شوه.

د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې مسؤل ايلزات احمتجان په دغه غونډه کې ګډونوالو ته د شينجيانګ د اقتصادي پرمختګ، ورخلاصون او د خلکو د ژوند د ښه والي په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وويل، چې د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د شينجيانګ د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت (GDP) د تېر کال د همدې مودې په پرتله اته اعشاريه اته سلنه زيات شوی او د وارداتو او صادراتو ارزښت يې اوولس ميليارډو او يو سلو پنځلس ميليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی، چې دا رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله يوولس اعشاريه شپږ سلنه زياتوالی ښيي. د روان کال تر اکتوبر پورې د شينجيانګ له لارې د چين او اروپا ترمنځ د تګ راتګ باروړونکو اورګاډيو شمېر ۳۳ زرو ته رسيدلی دی.

د شينجيانګ د حکومتي ادارو چارواکو په دغه غونډه کې په چين کې د بهرنيو صنعتي او تجارتي استازو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او دوی ته يې د ورخلاصون، چاپيريال ساتنې، د انلاين سوداګرۍ د پرمختګ او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخو کې د شينجيانګ اړوند معلومات وړاندي کړل.