په امريکا کې د روسيې سفير اناتولي انتونوف د نومبر پر ۲۷مه نېټه په یوې مرکې کې وويل، چې د راتلونکي کال د جنوري پر ۳۰مه نېټه به د دغه هېواد ۲۷ ډيپلوماتان له امريکا څخه ووځي، د جون پر ۳۰مه نېټه به هم يو ورته شمېر ډيپلوماتان له امريکا څخه ووځي.
انتونوف وويل، چې امريکا د روسيې د ډيپلوماتانو کورنیو ته ويزې ور نه کړی، يعنې غواړي د ډيپلوماتان کورنۍ بېلتون کړي.
نوموړي زياته کړه، چې امريکا د روسيې په وړاندې خپله منفي رويه نه ده بدله کړې او د امريکا په اند، روسيه دښمن دی. امريکا هميشه په خپل سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو یو اړخیز چلند کوي او يوازې د خپلې پاملرنې وړ موضوعاتو په اړه له روسيې سره خبرې کوي په نظر کي نیسي.