د چين ميډيا ګروپ په کوربه توب د ۲۰۲۱م کال لپاره د افريقايي ملګرو په نامه د خبري رسنيو همکاريز فورم د نومبر پر ۲۶مه نېټه د کينيا په پلازمينه نايروبي کې تر سره شو. د چين او ۴۳ افريقايي هېوادونو سل مېلمنو وګړو په انلاين ډول په کښې ګډون کړی و.
د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ دغه فورم ته ويډيويي وينا کې وويل، چې د چين ميډيا ګروپ د چين او افريقا د پرمختګ هڅوونکی، د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ ابادوونکی او د دواړو خواوو ترمنځ د دوستۍ ثبتوونکی دی او په راتلونکي کې به له افريقايي خبري رسنيو سره همکارۍ لا پياوړې کړي. نوموړي وویل، چې د چین ميډياګروپ به د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي.
د افريقايي خبري رسنيو مشرانو دغه فورم ته ويناوو کې هيله وښودله، چې د تکنالوژۍ، د معلوماتو د تبادلې او د کارکوونکو د روزنې په برخو کې د چين له خبري رسنيو سره همکارۍ زياتې کړي. د دوی په اند، د چين ځلانده کلتور او د حکومتولۍ تجربې د افريقايي هېوادونو لپاره د زده کړې وړ دي.
د چين ميډيا ګروپ د افريقا له ۳۶ لويو خبري رسنيو سره (( د ۲۰۲۱م کال لپاره د افريقايي ملګرو په نوم د خبري رسنيو د همکاريز فورم ګډه اعلاميه )) خپره کړه.