په امريکا کې د چين او روسيې سفيرانو د ډيموکراسۍ د تش په نوم سرمشريزې پر ضد ګډه مقاله خپره کړه
CMG2021-11-28 16:42:45
شريکول:

په امريکا کې د چين سفير چن ګانګ او په امريکا کې د روسيې سفير اناټولي انتونوف د نومبر پر ۲۷مه نېټه د ډيموکراسۍ د تش په نوم سرمشريزې پر ضد ګډه مقاله خپره کړه او ويلي يې دي، چې د امريکا په کوربه توب د ډيموکراسۍ سرمشريزه د سړې جګړې له مفکورې څخه ډکه ده، چين او روسيه له دې سرمشريزې سره ټينګ مخالفت کوي.

نوموړو په دغه مقاله کې غوښنه کړې، د تفرقې او دښمنۍ د پارولو هڅي بايد بندې شي، په نړيوالو اړيکو کې دې متقابل درناوي، همکارۍ او ګډو ګټو مفکوره پلي شي. د ټولنيز نظام، ايديولوژۍ، تاريخ، کلتور، د پرمختګ د کچې د توپيرونو پر وړاندې دې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او ګډ ژوند لپاره دې هڅې وشي.