د افغانستان د سرپرست حکومت صدارعظم: له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړيکې غواړو
cri2021-11-29 10:45:31
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان د لنډمهالي حکومت سرپرست لومړی وزير ملا محمد حسن اخوند د نومبر په ۲۷مه نېټه اغږيزه وينا وکړې او ویلي يې دي چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره دوستانه او اقتصادي اړيکې غواړي.

نوموړي پر دې ټينګار کړی چې طالبان به هېڅ سازمان ته اجازه ورنه کړي چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته زيان ورسوي اویا يې امنيت ګواښي. . هغه زياته کړې چې طالبان د خپل هېواد بيارغونې ته ډېره پاملرنه کوي او پر دوی فشار د هېچا په ګټه نه دی. طالبان د ښځو د تعليم حق ته درناوی لري او د ښځو حقونه يې تضمين کړي دي.

ملا محمد حسن اخوند د افغانستان د سرپرست صدراعظم په توګه له ټاکل کېدو راهيسې په لومړي ځل ملت ته وينا کړې ده.(غاټول)