د چین او افريقا د ګډ برخليک ټولنې په اړه د رئيس شي جين پينګ څرګندونې
cri2021-11-29 14:45:46
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ به د نومبر په ۲۹مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاین ډول د چین او افريقا د همکارۍ فورم د وزيرانو په کچه د ۸مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړي.

شي جين پينګ په وروستیو کلونو کې د چین او افريقا د اړیکو په اړه څو ځلې مهمې څرګندونې کړي او د چین او افريقا د ګډ برخليک ټولنې جوړونه د ده په ویناوو کې تل کليدي کلېمه ياده شوې ده.

شي جين پينګ د ۲۰۲۰م کال په جون کې د کرونا وبا ضد د نړیوالې مبارزې په کليدي موده کې د یوې ځانګړې سرمشريزې غونډې مشري وکړه او پکې يې وويل، چې کرونا وبا اوس په ګردې نړۍ کې خپرېږي او د چین او افريقايي هېوادونو پر وړاندې د کرونا وبا ضد د مبارزې، د اقتصادي حالت د عادي کولو او د وګړيو ژوند د تضمین په شمول یو لړ مهمې دندې پرتې دي. موږ بايد د خلکو ژوند او روغتیا ته لومړيتوب ورکړو او د دغې وبا د منفي اغېزې د کنټرول لپاره بايد تر وسې پورې کوښښونه وکړو.

د افريقايي هېوادونو څه باندې ۵۰ مشرانو په يادې سرمشريزې غونډې کې برخه اخيستې وه. رئيس شي جين پينګ په دغې غونډې کې د کرونا وبا ضد د مبارزې په برخه کې د چین او افريقا د همکاريو په اړه څلورفقره يیز وړاندیزونه وکړل او ژمنه يې وکړه، چې چین به کرونا ضد واکسین تر څېړنې او توليد وروسته لومړی افريقايي هېوادونو ته برابر کړي.

چین په ګردې نړۍ کې لومړی هېواد و، چې هغه مهال یې د کرونا وبا ضد د مبارزې په پار له افريقايي هېوادونو سره سرمشريزه غونډه جوړه کړه او دغه کړنه يې د دواړو خواوو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو یوه څرګنده نښه ده.

شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال په مارچ کې د چین د دولت رئيس په توګه وټاکل شو او تر لوړې وروسته يې لومړی سفر افريقايي هېوادونو ته وکړ.

شمېرې ښيي، چې چین له تېرو۱۲ کلونو راهيسې د افريقا لومړی لوی سوداګریز همکار پاتې شوی دی.

چیني شرکتونو د چین او افريقا د همکاريز فورم  له جوړېدو راهيسې، په افريقا کې د لسو زرو کيلومترو په اوږدوالي اوسپنیزې لارې او د سلو زرو کیلومترو په اوږدوالي نوي سړکونه جوړ یا بیا رغولي دي او افريقايانو ته يې ۴میلیونه او ۵ لکه د روزګار فرصتونه برابر کړي دي.

د افریقا ۵۲ هېوادونو او د افريقا ليګ کميسيون له چین سره د یو کمربند او يوې لارې د جوړونې همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې، چین د افريقا ۵۳ هېوادونو او د افريقا ليګ کميسيون ته ۱۲۰ جوپې وقايوي توکي او د کرونا ضد نږدې ۲ سوه ميليونه دوزه واکسين برابر کړی دی.

 نړۍ اوس  له بې ساري بدلون سره مخ ده، رئيس شي جين پينګ د چین او افريقا د اړیکو د راتلونکي پرمختګ په اړه وويل، چې چین په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختیايي هېواد دی او افريقا تر نورو لويو وچو ډېر پرمختيايي هېوادونه لري. چین غواړي، له افريقايي هېوادونو سره داسې د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي، چې د نړۍ لپاره  د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو یوه نمونه پاتې شي.

 د چین او افريقا د همکارۍ فورم د وزيرانو  ۸مه غونډه به د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت په اړه یوه بله درنه ناسته وي. رئيس شي جين پينګ به پکې له افريقايي مشرانو سره د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لوری وټاکي او په راتلونکو دريو کلونو کې له افريقا سره د چين د همکارۍ مهم نوي ګامونه به اعلان کړي.

ويل کېږي، چې د چین او افريقا ترمنځ د همکارۍ راتلونکی به ډېر روښنا وي.