د روغتيا نړيوال سازمان د افريقايي چارو دفتر: د سفرونو محدوديتونه بايد د ساينس پر بنسټ وي
cri2021-11-29 09:49:11
شريکول:

د سینهوا اژانس د خبر له مخې د روغتيا نړيوال سازمان د افريقايي چارو دفتر د نومبر په ۲۸مه نېټه ويلي چې بېلا بېل هېوادونه بايد د ساينس او 《د روغتيا نړيوال مقررات(2005)》پربنسټ د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره د سفرونو د محدوديتونو په شمول يو لړ تدبيرونه ونيسي.

ځينو هېوادونو په وروستيو ورځو کې د کرونا د نوې بڼې اوميکرون د مخنيوي او کنټرول لپاره د جنوبي افريقا په شمول له افريقايي هېوادونو څخه پر مسافرينو او الوتنو محدوديتونه لګولي او په دې برخه کې يې جدي تدبيرونه نيولي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان د افريقايي چارو دفتر په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د سفرونو محدوديتونه ښايي د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره رول ولوبوي، خو د بېلا بېلو هېوادونو پر ژوند او نورو برخو به منفي اغيزې وکړي.(غاټول)