د روغتيا کارپوه: اوميکرون ويروس د کرونا ضد واکسين د نابرابرۍ وېش مسئله څرګنده کړه
CMG2021-11-29 15:25:41
شريکول:

د کرونا ويروس نوې بڼه (( اوميکرون )) په ګردې نړۍ کې د کرونا وبا د مخنيوي او وقايۍ پر وړاندې نوی خطر رامنځته کړی. د روغتيا په چارو کې د بريتانيا د جنوب امپټون پوهنتون لوړ پوړې څېړوونکي ميکل هېډ د امريکا له سي اېن اېن سره په مرکه کې وويل، چې په شتمنو هېوادونو کې له اړتيا پرته د زيات واکسين د زېرمې له امله په نړۍ کې د کرونا وبا ضد واکسين د نابرابر ويش وضعيت شتون لري او همدا د کرونا وبا د نوې بڼې د رامنځته کېدو سبب دی.

نوموړي زياته کړې، چې د کرونا ويروس د نويو بڼو د خپرېدو وضعيت پخوا په هغو هېوادونو کې رامنځته شوی و، چې د کرونا وبا حالت يې سخت و او د دغې وبا د کنټرول اغېزمن تدبيرونه يې نه وو نيولي. 

د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرنې له مخې، په ټيټ عايد لرونکو هېوادونو کې يوازې ۷ اعشاريه ۵ سلنه وګړو ته د کرونا وبا ضد واکسين ورکړل شوی دی. په هغو ۸ افريقايي هېوادونو کې، چې د اوميکرون ويروس له امله د سيلانۍ له بنديزونو سره مخ دي، د واکسين د تطبيق انډول ټيټ دی.