شي جين پينګ: د چين او افريقا ترمنځ اړيکې د نوي ډول نړيوالو اړيکو د ابادۍ ځلانده نمونه ده
CMG2021-11-29 23:06:37
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر پر ۲۹مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم د وزيرانو غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې سږ کال د چين او افريقا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۶۵مې کليزې سره برابر دی. دواړو خواوو له تېرو ۶۵ کلونو راهيسې د امپرياليزم او استعمار ضد مبارزه کې کلکه دوستي ټينګه کړي، د پرمختګ په لاره کې يې همکارۍ کړې، د پېچلو نړيوالو حالاتو پر وړاندې يې يو له بل سره مرستې کړي او د نوي ډول نړيوالو اړيکو ځلانده نمونه يې جوړه کړې ده.

شي جين پينګ په نوې زمانه کې د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په اړه ۴ فقره ييز وړاندې کړی او ويلي يې دي، چې چين به افريقايي هېوادونو ته د کرونا وبا ضد يو ميليارډ دوزه واکسين برابر کړي چې له دې جملې څخه به ۶۰۰ ميليونه دوزه د وړيا مرستې په توګه برابر شي او نور ۴۰۰ ميليونه دوزه به د چيني تصديو او اړوندو افريقايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو له لارې توليد او برابر شي. نوموړي زياته کړې، چې چين به افريقايي هېوادونو ته ۱۰ مرستندويه طبي پروژې برابر کړي او د چين ۱۵۰۰ طبي کارکوونکي او کارپوهان وليږي.