د چین د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د خپلې سېنګالې سيالې ايساتا سره وکتل
CMG2021-11-29 15:22:20
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۲۸مه نېټه د سېنګال په پلازمېنه ډاکار کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزيرې ايساتا سره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل، چې چين او سېنګال د پرمختګ پر لاره ښه دوستان او ملګري دي. د دواړو هېوادونو تر لارښوونې لاندې دوه اړخيزې همکارۍ ښه پرمختګ مومي. چين به سېنګال ته د واکسين برابرولو ته دوام ورکړي، له دغه هېواد څخه به ملاتړ او په لوېديځه افريقا کې به د واکسين توليدونکی مرکز جوړ کړي او د واکسین د څېړنې او توليد او د ويروس د څار په برخو کې به له سېنګال سره همکارۍ وکړي.

نوموړي وويل، چې چين او سېنګال پرمختيايي هېوادونه دي، د نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې همغږي او ورته نظريې لري. چين غواړي له سېنګال سره همغږي زياته او د پرمختيايي هېوادونو مناسب حقونه خوندي کړي.

ايساتا وويل، چې سېنګال د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د چين د ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا څخه ملاتړ کوي. سېنګال له چين څخه مننه کوي، چې د پرمختګ لپاره يې ورته هراړخيز او غښتلی ملاتړ برابر کړی او له سېنګال سره يې په مسئولانه توګه همکارۍ کړي او د دغه هېواد د اقتصاد د اعاده کېدو لپاره يې مهم خوځنده ځواک برابر کړی دی.