چين د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د ګډون پر مهال د خپلې کړې ژمنې له مخې، له ۲۰۰۲م کال څخه وروسته د وارداتي ګمرکي تعرفو کچې په ټيټولو پيل کړی.
د مالوماتو له مخې، چين د ۲۰۱۰م کال په جنورۍ کې د وارداتي ګمرکي تعرفو کچه ۹.۸ سلنې ته ټيټه کړې وه.
داسې ښکاري، چې چين په دغه سازمان کې د ګډون ژمنه پوره کړې ده.
د چين ګمرکي ماليات تېر کال ۲۵۶ مليارډه او ۴۲۰ مليونه يوانه ښودل شوي، چې د دغه هېواد په عمومي مالياتو کې يې۱.۶۶ برخه نيولې ده.
د چين د ګمرکي تعرفو اوسنۍ کچه ۷.۴ سلنه ښودل شوې، چې دا د ټولو پرمختيايي هېوادونو په پرتله ټيټه ده. (غاټول)