د ايران د اټومي تړون د اړوندو خواوو خبرې اترې، چې له تېرو ۵ مياشتو راهيسې له ځنډ او خنډ سره مخ شوي، د نومبر په ۲۹مه نېټه به په ويانا کې بيا پيل شي.
سرچينه وايي، چې دغه خبرې به د روانې مياشتې د ۲۹مې نېټې د ماسپيښين په ۲ بجو پيل شي، ايران، چين، روسيې، جرمني، فرانسې او بريتانيې دغو خبرو ته خپل استازي ليږلي او د امريکا استازی به پکې په غير مستقيم ډول ګډون وکړي. (شکريه)