د روسيې۶۰ ډيپلوماتان به له امريکا څخه ووځي
cri2021-11-29 10:51:32
شريکول:

په امريکا کې د روسيې سفير اناتولي اتونوف د نومبر په ۲۷مه نېټه د يوې مرکې په ترڅ کې ويلي، چې د روسیې ۲۷ ډيپلوماتان به د راتلونکي کال د جنورۍ په دېرشمه نېټه له امريکا څخه ووځي او د همدې کال د جون په دېرشمه نېټه به يې په همدې شمېر د روسي ډيپلوماتانو بله ډله هم له دغه هېواد څخه ووځي.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې امريکا د روسيې پر وړاندې خپله منفي رويه نه ده بدله کړې او امريکا روسيه خپل دښمن بولي او تل يې په يو اړخيزه توګه له روسيې سره اړيکې حل کړي او د خپل ځان په ګټه يې د ځينو موضوعاتو په هکله له روسيې سره بحثونه کړي دي.(غاټول)