د ايران د اټومي تړون د ښکيلو خواوو خبرې اترې بیا پيل شوې
cri2021-11-30 11:23:21
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون د  ګډې کمېټې د سياسي مسئولینو غونډه د نومبر په ۲۹مه نېټه په ویانا کې ترسره شوه او دغه راز د ايران او امريکا لخوا د دغه تړون د بیا تطبیق په اړه خبرې اترې بيا پيل شوې. 

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو ادارې د سرمنشي مرستيال مورا د يادې غونډې مشري وکړه، د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال علي باقري او د چين، روسيې، بريتانيا، فرانسې او جرمني اړوندو مامورينو هم په دغه غونډه کې برخه اخستې وه. (هیله)