په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۶۰ میليونو، ۸۶۷ زرو او ۱۱ ته رسېدلی
cri2021-11-30 11:05:19
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړيوال سازمان د نومبر په ۲۹مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۵ بجو او ۵ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۳۷۳ زره او ۴۳۸ نوې پېښې ثبت شوي او عمومي شمېر يې ۲۶۰ ميليونو، ۸۶۷ زرو او ۱۱ ته رسېدلی. په همدې مودې کې د دغه ويروس له امله ۴۹۱۳ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۵ ميليونو، ۲۰۰ زرو او ۲۶۷ ته رسېدلی دی. (هيله)