د چين د باربارۍ او د توکو پېر ټولنې او د شمېرنې ملي ادارې د خدمتي چارو څيړنيز مرکز د نومبر په دېرشمه نېټه خبر ورکړ، چې په روانې مياشتې کې د چين د توليداتو د پېر مديريت شاخص ۵۰.۱ سلنه دی، چې د اکتوبر په پرتله ۰.۹ سلنه لوړوالی ښيي. کارپوهان وايي، چې اوس عرضه تر تقاضا زياته ده، د اقتصاد بيا سمسورتيا به پياوړې او کورنۍ تقاضا به وهڅول شي. (شکريه)