ايران: امريکا بايد د اټومي خبرو اترو په نوي پړاو کې د سخت فشار تګلاره و نه کاروي
cri2021-11-30 11:33:31
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند سعيد خطیب زاده د نومبر په ۲۹مه نېټه وويل، چې د امريکې حکومت بايد د اټومي خبرو اترو په نوي پړاو کې د سخت فشار تګلارې و نه کاروي.

نوموړي په همدې ورځ په یوه خبري ناسته کې وويل، امريکې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وخت کې د ايران پر وړاندې ناکامه تګلاره پرمخ جوړهاو له ايران سره د اټومي خبرو اترو په تېرو ۶ پړاونو کې يې ډېر وخت عبث مصرف کړ. ايران د خبرو په نوي پړاو کې صمیمي ګډون لري او ښکيلې خواوې دې له دغه فرصت څخه ښه کار واخلي، ځکه دغه شان فرصت به دايمي شتون و نه لري. هغه زیاته کړه، چې د ايران استازي به په دغه نوي پړاو کې پر خپل هېواد د بنديزونو د ليرې کولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي. (هيله)