چين: د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه د سړې جګړې د بيا پيل زنګ وباله
cri2021-11-30 11:39:11
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ۲۹مه نېټه یوه نوبتي خبري ناسته ترسره کړه. یو خبريال په دغه ناسته کې پوښتنه وکړه، چې د هنګري د بهرنيو چارو وزير پيټر سيجرتو د نومبر په ۲۵مه نېټه د امريکا پر مشريزې نیوکه وکړه او د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريز يې وبلله، او و يې ويل، چې دغه سرمشريزه غونډه د امريکې کورنۍ سياسي ځانګړتیا لري. په امريکا کې د چين سفير چن ګانګ او د روسيې سفير انتولي انتونوف څو ورځې مخکې په یوې ګډې ليکنې کې دې ته اشاره کړې، چې امريکا په خپله خوښه نور هېوادونه ډيموکراتيک یا غيرډيموکراتيک بولي، دغه کړنه يې د سړې جګړې د بيا پيل خبر ورکړي او په نړۍ کې به د نظرونو اختلافات او توپيرونه ولمسوي. چین په دې اړه څه نظر لري؟ 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین دغې پښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه د سړې جګړې د بيا پيل خطرناکه کړنه ده او د نړیوالې ټولنې د لوړې بيدارۍ سبب ګرځېدلې ده. چین له ټولو عدالت لرونکو څخه غوښتنه کوي چې په ګډه دې نړيوال یووالی او همکارۍ وساتي او د نړۍ سوله او پرمختګ دې وهڅوي. (هيله)