روغتيا نړيوال سازمان: سفري بنديزونه د اوميکرون د خپرېدو مخه نه شي نيولی
CMG2021-12-01 11:30:12
شريکول:

روغتيا نړیوال سازمان د نومبر په ۳۰ مه نېټه وويل، چې سفري بنديزونه د کرونا د نوي ډول (اوميکرون) د خپرېدو مخه نه شي نيولی، بلکې د خلکو ژوند او کاروبار به له ډېرو ستونزو سره مخ کړي او د کرونا وبا پر وړاندې پر نړيوالې مبارزې به هم ډېرې منفي اغېزې وکړي.

دغه سازمان وړانديز کړی، چې ناروغان او زاړه کسان دې خپل سفرونه وځنډوي.