تر ۲۰۲۵م کال پورې به د چين د لويې ډيټا د چارو عمومي ارزښت له ۳۰۰۰ ميليارډو يوانو څخه واوړي
cri2021-12-01 11:49:53
شريکول:

د چين د پرمختګ د ۱۳م پنځه کلن پلان په بهير کې، په هېواد کې د لويې ډيټا چارو چټکه وده او پرمختګ کړی او ستر برياليتوبونه يې موندلي دي.

د مالوماتو له مخې، په چين کې د لويې ډيټا د چارو د پرمختګ کلنی انډول تر ۳۰ سلنې هم لوړ دی. په ۲۰۲۰م کال کې د دغو چارو عمومي ارزښت له ۱۰۰۰ ميليارډو يوانو څخه اوښتی و.

د چين د صنعتي او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت په دې وروستيو کې (( د پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان په جريان کې د لويې ډيټا چارو د پرمختګ پلان )) خپور کړه، دغه راپور ښيي، چې تر ۲۰۲۵م کال پورې به د چين د لويې ډيټا د چارو عمومي ارزښت له ۳۰۰۰ ميليارډو يوانو څخه واوړي. (شکريه)