د عراق د پارلماني ټاکنو پايلې اعلان شوې
CMG2021-12-01 14:04:47
شريکول:

د عراق د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نومبر په ۳۰ مه نېټه د دغه هېواد د پارلماني ټاکنو پايلې اعلان کړې، چې له مخې يې د شعيه ګانو د مذهبي مشر مقتد الصدر په مشرۍ صدرغورځنګ تر ټولو ډېرې ۷۳ څوکۍ خپلې کړې دي.

د عراق د پارلمان د پخواني رئيس محمد هلبوسي په مشرۍ د تقدم سني ګوند ۳۷ څوکۍ، د دغه هېواد د پخواني صدراعظم نوري المالکي په مشرۍ د قانوني دولت ائتلاف ۳۳ څوکۍ او د کردستان ډيموکرات ګوند  ۳۱ څوکۍ ترلاسه کړې دي.