چين : د پنټاګون له راپور څخه د چين د پرمختګ د مخنيوي نيت څرګندېږي
cri2021-12-01 11:46:18
شريکول:

د مالوماتو له مخې، د امريکا دفاع وزارت (( پنټاګون )) په دې وروستيو کې د يو راپور په خپرولو سره ويلي، چې امريکا د چين د مخنيوي په پار په ګواهان ټاپو او استراليا کې د خپلو پوځي اډو د پراخېدو پلان لري. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په ۳۰مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، د پنټاګون له دې راپور څخه د اندو او ارام سمندر د پوځي کېدو او د چين د پرمختګ د مخنيوي شوم نيت څرګندېږي.

جاو لي جيان وويل، چين د امريکا له دغې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي، چې د چين د ګواښ مفکورې په پلمه پوځي لګښتونه، سرتيري او وسلې زياتوي او پوځي زورواکي ښيي. امريکا دې د سړې جګړې مفکوره پرېږدي او داسې کړنې چې نړيواله سوله او امنيت تهديدوي، پای ته ورسوي. (شکريه)