چين به له افريقايي هېوادونو سره خپلې ژمنې پوره کړي
cri2021-12-01 15:16:52
شريکول:

د زيمبابوې يوه ټلويزيون په دې وروستيو ورځو کې يو مستند فلم جوړ کړی او د دې هېواد په ويکتوريا فالس ښار کې يې ځايي خلکو او سيلانيانو ته د چيني واکسينونو د تطبیق اغېز او اقتصادي سمسورتيا پکې انعکاس کړې ده.

په ياد ښار کې خلکو ته چيني واکسين ورکړل شوی، چې پر مټ يې هلته د کرونا د پېښو شمېر کم او يا په نيشت برابر شوی او خلکو دغه سيلانيز ښار ته بیا مخه کړې ده. خلکو ته د چيني واکسين د ورکړې بهير يوازې په ياد ښار پورې محدود نه دی، بلکې د افريقا په ډېرو هيوادونو کې خلکو ته چيني واکسین ورکول کيږي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲۹مه نېټه د چين او افريقا د همکارۍ فورم د وزيرانو په کچه د اتمې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې اعلان وکړ، چې چين به له افريقايي هېوادونو سره د نهو پروژو د پلي کولو په برخې کې همکارۍ وکړي، چې په دې جمله کې د روغتيا پروژه د پاملرنې وړ ده. د دې ترڅنګ چين ژمنه کړې، چې افريقا ته به يو ميليارډ دوزه د کرونا ضد واکسينونه برابر کړي، چې په دې جمله کې به شپږ سوه ميليونه دوزه واکسين وړيا ورکوي.

چين مخکې هم افريقا ته دوه سوه ميليونه دوزه واکسينونه برابر کړي وو، خو د يادې ژمنې په پوره کولو سره به په افريقا کې د واکسينونو د کمبود مسئله پای ومومي. د انګولا د بهرنيو چارو وزير تيتي انتونيو د سي ايم جي له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې چين به   افريقا ته يو ميليارډ دوزه واکسينونه برابر کړي، چې دا د افريقا پر وړاندې د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول يوه ښه لايحه ده.

يادې نهه پروژې په افريقا کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو، د سوداګرۍ او پانګونې د پرمخبيولو، د هېوادونو د ډيجيټلي کېدو، نوښت او د چاپيريال ساتنې ترڅنګ اقتصاد ته له ودې ورکولو سره تړاو لري او د کرونا وبا پر وړاندې د افريقايي هېوادونو د مبارزې، تر وبا وروسته د اقتصادي سمسورتيا او دواملرونکي پرمختګ له اړتياوو سره سمون لري.

رئیس شي جين پينګ د يادو پروژو په اعلانولو سره د چين او افريقا ترمنځ د راتلونکو درېیو کلونو همکاريزه نقشه وټاکله، چې  په دې  جمله کې د افريقا ډيجيټلي کېدل او نوښت د پاملرنې وړ دي او دا به د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو لپاره لازيات فرصتونه برابر کړي.

افريقايي شرکتونو د چين د مخابراتي تصديو په مرسته، له ځايي حالاتو سره سم د ګرځنده ټليفون په وسيله د محصولاتو پلورنکو ته د پيسو ورکولو سيستم جوړ کړی او ځايي وګړو ترې ډېرې ګټې اخيستې دي. ځايي اوسېدونکي هيله لري، چې افريقا له ډېرو چيني تخنيکونو او  تجربو څخه برخمنه شي.

چين د دغو نهو پروژو په پلي کولو سره د افريقا د پرمختګ او د افريقايانو د نيکمرغه او ښه ژوند لپاره هڅې کوي. له يادو پروژو څخه د چين او افريقا ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ روحيه او د افريقا پر وړاندې د چين صميمي رويه ښکاري.

د الجزاير د بهرنيو چارو وزير رامتاني لامامرا ويلي، چې چين د دغو نهو پروژو په اعلانولو سره له افريقا سره خپلې ژمنې نورې هم ټينګې کړې او د چين او افريقا د دوستۍ ښکارندويي کوي.

افريقا د لويو هېوادونو د سيالۍ ميدان نه، بلکې د نړيوالو همکاريو لوی ډګر دی

د لويديځو هېوادونو ځينو سياستوالو په دې وروستيو کلونو کې تر وسې پورې د چين او افريقا د اړيکو د پرېکون هڅې کړي او ډول ډول تورونه يې پرې لګولي، خو دغه کړنې يې بې ګټې او بې ځايه پاتې شوې دي.

په افريقايي وچه کې د چين په مرستو ډېر پلونه، رېل پټلۍ او مکتبونه جوړ شوي او د چين او افريقا ټينګه دوستي ترې ښکاري.

د کانګو د ډيموکراتيک جمهوریت ډيپلومات فاتاکي نيکولاس په دې اند دی، چې ځينو غربي سياستوال غواړي، چې د چين او افريقا ترمنځ اړيکې پرې او يا تاوجنې کړي، خو مونږ د دوی له داسې کړنو سره همغږي نه يوو، ځکه چين د افريقا ستر او د باور وړ همکار دی. نوموړي هيله وښوده، چې دواړه خواوې خپلو نژدې اړيکو ته ادامه ورکړي.

 د چين او افريقا د ۲۰۱۵م کال له لسو لویو همکاريزو پلانونو څخه تر اوسنيو نهو لويو پروژو پورې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې نوې مرحلې ته داخلې شوي او په نوې زمانه کې يې د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره لاره  هواره کړې ده.

 چين به له افريقا سره خپلې ژمنې پوره کړي.