شي جين پينګ به د لاوس د دولت له رئيس تونګلون سيسوليت سره ټليفوني خبرې وکړي
cri2021-12-01 14:45:16
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د ډسمبر په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د کمونېست ګوند د دايمي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ به د رواني مياشتې په درېيمه نېټه د لاوس د خلکو د انقلاب ګوند د مرکزي کميټې له عمومي منشي او د دولت رئيس تونګلون سيسوليت سره ټليفوني خبرې وکړي، دواړه مشران به د چين او لاوس تر منځ د اورګاډي پټلۍ په پرانيستونکو مراسمو کې هم انلاين ګډون وکړي. (شکريه)