د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ميچيګان ايالت د ډيترويټ ښار په يوه ښوونځي کې د نومبر د ۳۰مې نېټې په ماسپيښين د ډزو پېښه وشوه، چې له امله يې درې کسان وژل شوي او اته کسان ټپيان دي. دا د سږ کال له پيل راهیسې د دغه هېواد تر ټولو سخته پېښه بلل کېږي.
پوليسو د پېښې په تړاو د ياد ښونځي يو ۱۵ کلن زده کوونکی نيولی دی. (شکريه)