د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د ډسمبر په لومړۍ نېټه وويل چې روسيه د امريکايي ډيپلوماتانو د ايستلو په تړاو متقابل ځوابي تدبيرونه نيسي.
نوموړې په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې د امريکا هغه کارکوونکي بايد د راتلونکي کال د جنورۍ له ۳۱ مې نېټې څخه مخکې له روسيې څخه ووځي، چې په مسکو کې له دريېو کلونو راهيسې پاتې دي.
امريکا څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د روسيې ۵۵ ډيپلوماتان بايد د راتلونکي کال په جنورۍ او جون کې له دغه هېواد څخه ووځي.
(مينه)