د اومیکرون ويروس ضد د اوسني واکسين د نه اغېزمنتیا شواهد نشته
cri2021-12-02 14:39:31
شريکول:

د روغتیا نړیوال سازمان د بېړني روغتیايي پروګرام تخنيکي مسئولې مریا وان کیرکوف د ډسمبر په لومړۍ نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې اوس د اومیکرون په نوم د کرونا نوي ويروس د خپرېدو او اخته کېدو څېړنې روانې دي او اړوند مالومات د راټولولو په حال کې دي. 

نوموړې پر دې ټينګار وکړ، چې د کرونا ضد واکسين د کسانو د ساتلو اغېز لا هم ډېر مهم او قوي دی او د نښو نښانو د سختېدو او د مړينې انډول يې ډېر ټيټ کړی دی.  هغې غوښتنه وکړه، چې د کرونا ضد واکسين باید لا زياتو کسانو ته ورکړل شي، خو زیاته يې کړه، چې د اومیکرون ويروس ضد د واکسين د نه اغېزمنتیا شواهد نه شته. (هيله)