امريکا د افغانستان د سيستماتيک بحران او ستونزو بنسټيزه سرچينه ده
cri2021-12-02 16:41:10
شريکول:

په افغانستان کې د وضعيت په بدلېدو سره د دغه هېواد بشري بحران د نړيوالې ټولنې پام راجلب کړی دی. په افغانستان کې بشري بحران يو عمومي او سيستماتیک بحران ګڼل کيږي او لامل يې له امريکا سره مستقيم تړاو لري. که امريکا د دغه بحران پړه پر غاړه وانه خلي، نو ياد بحران به په اصلي توګه حل نه شي.

د افغان کډوالو شمېر تر وينزويلا او سوريې وروسته په نړۍ کې درېيم مقام نيولی دی، خو د افغان کډوالو په اړه د م .م شمېرنه دقيقه نه ده. حقيقت دا دی چې اوس په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو عمومي شمېر له 7 مليونو څخه اوښتی. سربېره پردې د افغانستان په دننه کې درې مليونه او پنځه لکه کسان بې کوره شوي دي، نو ځکه د افغان کډوالو شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات دی. که څه هم م.م نړيوالې ټولنې ته خبرداری ور کړی، خو نړيوال د دغه هېواد د بشري بحران پر سختوالي او له دې کبله پر رامنځته شويو منفي اغېزو ښه نه پوهيږي.

د روان کال د اګست له منځنۍ لسيزې راهيسې په کندهار کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې تر مرستې لاندې د يوه روغتون په يوه کوټه کې پر خوارځواکۍ او د سږو پر ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر دوه برابره زياته شوی  دی.د تېر کال د همدې مودې په پرتله په دې ښار او شاوخوا سيمو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په سلو کې ۳۱ سلنه زياتوالی ښودل شوی دی. د مهاجرينو د نړيوال سازمان عمومي مدير انتونيو ويتورينو په دې وروستيو ورځو کې له افغانستان څخه تر ليدنې وروسته دې ته اشاره کړې، چې خلک بې وسه او د سقوط په درشل کې دي. واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته م.م او ځينو نړيوالو سازمانونو نړيوالې ټولنې ته خبرداری ور کړی،چې د افغانستان اقتصاد د سقوط درشل  کې  دی  او له دې کبله ښايي بشري بحران شدید شي. روان کال د افغانستان د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ښايي په سلو کې ۴۰ برخه کمه شي او د اټکل له مخې به د غنمو توليدي اندازه د تېر کال په پرتله په سلو کې ۳۱ راټيټه شي. د دې ترڅنګ افغانستان هم د برېښنا برابرول د کمښت له ستونزې سره مخ دي. دغه ژمی به د افغانانو لپاره ډېر ساړه وي.

د يادو حالاتو رامنځته کېدل له امريکا سره تړاو لري او امريکا د اوسني اقتصادي او بشري بحران واقعي لامل دی. تر اوسه پورې دغه هېواد لاهم د افغانستان شاوخوا ۹ مليارډه او پنځه سوه ملیونه امريکايي ډالره کنګل کړي، چې دا د اوسني بحران د پېښېدو يو مهم سبب شوی دی. د م م د پرمختيايي پروګرامونو ادارې وويل، چې د افغانستان د بانکي سيسټم د سقوط منفي اغيزې به ډېرې وي. افغانانو په دې اړه همداسې ويلي، چې دغه سرمايه د افغان ملکيانو شتمني ده. امريکا اوس دغه سرمايه کنګل کړې، چې له دې لارې يې په واقعي توګه پر افغان ملکیانو بنديزونه لګولي او نه  پر طالبانو.

په دې اړه امريکا له ځانه دفاع کړې، چې په افغانستان کې اوسنی بحران له دې هېواد څخه د امريکايي پوځ له وتلو نه مخکې ډېر سخت و او د دغه بحران پړه د امريکا پر غاړه نه ده. په عين وخت کې طالبانو ويلي، چې دغه بحران د امریکايي پوځ تر ايستنې وروسته دوام لري. نو دا ښيي، چې په تېرو شلو کلونو کې امريکا د افغانستان اقتصادي پرمختګ عمده  موخه ونه بلله او د خلکو د ژوند ښه والی يې له پامه وغورځاوه. سربېره پردې، دوی هم په بې مسؤلانه توګه ترې خپل پوځ ايستلی، چې له دې امله د افغانستان اقتصادي او بشري بحران سخت شوی دی.د افغانستان د اوسني بحران د ابتکار په توګه امريکا بايد خپلو کړنو ته سم وګوري او د دغه بحران د رامنځته کېدو پړه دې پر غاړه واخلي. امريکا د افغانستان د اوسني بحران او ستونزو سرچينه ګڼل کيږي.