د ناټو سرمنشي: هيله ده، روسيه د ناټو او روسيې شورا ته بېرته ستنه شي
CMG2021-12-02 11:23:34
شريکول:

د ناټو سرمنشي جنس ستونبرګ د ډسمبر په لومړۍ نېټه د اتونيا په پلازمينه ريګا کې د خپلو خبرو پر مهال هيله وښوده، چې روسيه له ناټو سره خبرې وکړي او د ناټو او روسيې تر منځ شورا ته بيا راستنه شي.

نوموړي په همدې ورځې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل چې ناټو د اوکراين په سرحدي سيمه کې د روسيې پوځي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په تړاو ژوره اندېښنه لري. که روسيه د اوکراين پر ضد يو ځل بيا  زور وکاروي، نو دغه هېواد به له سختو اقتصادي او سياسي بنديزونو سره مخ شي. هغه هيله وښوده چې روسيه له ناټو سره خبرې وکړي او د  ناټو او روسيې تر منځ شورا ته بېرته ستنه شي.

(مينه)