په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۶۲۱۷۸۴۰۳ ته رسېدلی
CMG2021-12-02 11:09:45
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په لومړۍ نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د لومړې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۱۶ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۶۰۲۰۴۰ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۶۲۱۷۸۴۰۳ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۵۲۱۵۷۴۵ ته رسېدلی چې د تېرې ورځې په پرتله يې شمېر ۷۷۸۱ زيات شوی دی.

(مينه)