وانګ يي به د چين او د لاتيني امريکا او کارابين سمندر د هېوادونو ټولنې فورم د وزيرانو د ۳مې غونډې مشري وکړي
CMG2021-12-02 17:31:09
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين اعلان کړ، چې د چين او د لاتيني امريکا او کارابين سمندر د هېوادونو ټولنې فورم د وزيرانو ۳مه غونډه به د روانې مياشتې په ۳مه نېټه په انلاين ډول تر سره شي. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د مکسيکو د بهرنيو چارو وزير مارسيلو ايبرارد به په ګډه د يادې غونډې مشري وکړي.