روسيه: د ډيموکراسۍ په اړه د امريکې معیار بې ځایه دی
cri2021-12-02 11:21:19
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د ډسمبر په لومړۍ نېټه په خپله ويبپاڼه کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې روسيه د امريکې د ډيموکراسۍ د تش په نوم سرمشريزې مخکې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غواړي، چې د ډيموکراسۍ نوم دې په امريکې پسې نه تړي. 

په اعلامیه کې راغلي، د ډيموکراسۍ په اړه د امريکې وينا نه یوازې له واقعیتونو سره سمون نه لري، بلکې ډېره ریاکارانه بڼه ترې څرګندېږي. د روسيې د بهرنیو چارو وزارت له امريکې څخه غوښتي، چې امريکايي شکله ډيموکراسۍ دې پر نورو هېوادونو نه تپي، او امريکايي سياستوال دې لومړی په کوردننه کې خپلې ستونزې حل کړي. (هيله)