چین: د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه به د نظرونو توپيرونه او اختلافات راپورته کړي
cri2021-12-02 11:16:59
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د ډسمبر په لومړۍ نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د امريکې د ډيموکراسۍ  تش په نوم سرمشريزه به په نړۍ کې د نظرونو توپيرونه او اختلافات راپورته کړي، واشنګټن به د دې سرمشريزې په ترسره کولو سره  هېڅ رښتینې ډيموکراسي و نه لري، بلکې د ویجاړونکي او کنټرولونکي په توګه به خپله اصلي بڼه ښکاره کړي. امريکا غواړي د خپلو معیارونو له مخې د نړۍ نيمه برخه هېوادونه د امريکې شکله ډيموکراسي لرونکي وبولي، او نوره نیمه برخه يې غيرډيموکراتيک هېوادونه وپېژني. د امريکې دغه کړنه به د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ باور او اعتماد سخت ویجاړ کړي او د نړۍ سولې او ثبات ته به ګواښونه رسوي، نو ځکه يې د نړيوالې ټولنې لخوا کلک مخالفت کېږي. (هيله)