شي جين پينګ د چين پېژندنې نړيوالې غونډې ته ويډيويي وينا وکړه
CMG2021-12-02 18:14:13
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۲مه نېټه د چين په ګوانګ جو ښار کې د چين د پېژندنې نړيوالې غونډې پرانيستونکو مراسمو ته ويډيويي وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې هر هېواد او هر ځواک بايد د اوسني چين د پېژندلو لپاره د چين د کمونېست ګوند په اړه ژور او هر اړخيز مالومات ولري. د چين کمونېست ګوند د چينايانو په لارښوونې د چيني ملت برخليک بدل کړی او د نړيوال تاريخ پر جريان يې ژورې اغېزې کړې دي. د چين کمونېست ګوند به پر سوله ييز پرمتګ او ورخلاصون ټينګار وکړي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د انسانانو د ګډو ارزښتونو د ساتلو لپاره به هڅې وکړي او د نړيوالې سولې د ابادوونکي، د نړيوال پرمختګ د خدمتګار او د نړيوال نظام د ساتونکي په توګه به خپل رول ته دوام ورکړي.