آيا افغانستان به په ډيموکراتيکه سرمشريزه کې ګډون وکړي؟
CMG2021-12-02 11:44:24
شريکول:

که امريکا تاوان راکړي، خو بيا هم زما زوی نه شي را ژوندی کېدای، که امريکا په حقيقت کې بشري حقونو او انساني ژوند ته په درنه سترګه ګوري، نو د دې پېښې مجرمين بايد پيدا کړي.

دغه خبرې د کابل اوسېدونکي زمري قربانزاده خبري  رسنيو ته کړې  دي. د امريکا په مشرۍ بهرنيو ځواکونو د روان کال په اګست مياشت کې  د کابل هوايي ډګر ته نږدې له چاودنې وروسته پر ولسي وګړيو بې توپيره سختې  ډزې وکړې او یو شمېر کسان يې ووژل، چې په وژل شوو کې د زمري قربانزاده زوی هم شامل و.

امريکا په افغانستان کې بې ګناه کسان وژلي، خو تراوسه ورسره حساب نه دی شوی. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت معين ريابکوف ويلي، امریکا افغانستان په ډېرو سختو ستونزو کې ګير پرېښوده او اوس په بې شرمۍ د ډيموکراسۍ ځانګړې غونډه رابولي.

 آيا امريکايي سياستوال دا جرئت لري، چې د افغان قربانيانو کورنيو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي؟

په دغه غونډه کې د ګډونوالو نوملړ، چې د امريکا له لوري خپور شوی، د دې هېواد رياکارانه بڼه بربنډه کړې، ځکه امريکا د ډيموکراتيک نظام د جوړولو په پلمه د شلو کلونو لپاره په افغانستان کې خپل ځواکونه ميشت کړي وو، خو اوس یې افغانستان   د دې ډيموکراتيکې سرمشريزې د ګډونکوونکو  په لېست کې نه دی شامل کړی. پر افغانستان  د امريکا تپل شوی ډيموکراتيک نظام وپرځېده او ناکام شو، خو امريکا بيا هم د ډيموکراسۍ په نوم سرمشريزه رابولي. د دغه هيواد دا کړنه د دې ښودنه کوي، چې په نورو هېوادونوکې د ډيموکراتيک نظام د جوړولو او اصلاحولو په برخه کې د امريکا د مرستو اصلي هدف پوځي مداخله ده او په ياده سرمشريزه کې بلنه شوي هېوادونه د امريکا له لوري انتخاب شوي ملګري دي او رول يې له امريکا سره په ګډه د ډيموکراسۍ په پلمه د دغه هېواد سيالان له نړيوالې ټولنې څخه ګوښه کول دي.

که امريکا ډيموکراسۍ او بشري حقونو ته په درنه سترګه ګوري، نو بايد د افغان قربانيانو کورنيو  ته بلنه ورکړي، چې په دغې جوړېدونکې ډيموکراتيکې سرمشريزې کې ګډون وکړي او نړيوالو ته وښيي، چې په افغانستان کې د ډيموکراتيک نظام د جوړولو او اصلاحولو لپاره د امريکا د تېرو شلو کلنو هڅو  څه نتيجه ورکړې ده؟.

 د افغانستان د بشري حقوقو کارپوه د ترکيې د ملي راډيو او تلويزيون په ويبپاڼه کې يوه مقاله خپره کړې او ليکلي يې دي، چې که امريکا ډيموکراتيکه سرمشريزه رابولي، دا به ښه وي، چې افغانانو ته په دې غونډې کې د ګډون بلنه ورکړي او امريکا دا حق نه لري، چې زموږ له وينو، غمونو او تورو تيارو څخه ګټه واخلي او خپله ډيموکراسي ولمانځي او دا کار په کومو سترګو ترسره کوي؟

دا څرګند ټکی دی، چې امريکا  افغانانو ته په دې غونډې کې د ګډون بلنې د ورکولو جرئت نه لري، ځکه دغه هېواد ډاريږي، چې افغان استازی به هلته د امريکې رياکاره څېره بربنډه او رسوا کړي.

که څه هم واشينګټن افغانانو ته بلنه نه ده ورکړې، خو دغه هيواد خپل جرمونه نه شي پټولی.

 د بريتانيې د ((اېر وارس)) څېړنيز ارګان يوه شمېره خپره کړې او  ښيي، چې په تېرو شلو کلونو کې د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريدونو له امله لږترلږه ۲۲زره عام وګړي وژل شوي، خو امريکې لږ تر لږه د دغو قربانيانو له يوې کورنۍ هم بښنه نه ده غوښتې.
ډېرو ولسي وګړو سي اېم جي ته ويلي، چې امریکا افغانستان ته ډېرې سختې ستونزې اړولې دي. د کابل اوسېدونکی عبدالرشيد وايي، امريکايي ځواکونه له افغانانو سره د مرستو لپاره نه، بلکې د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلي وو او اوس يې  افغانان په کورنيو ستونزو کې ګير کړي دي.

له شکه پرته د امريکا له خوا رابلل شوې ډيموکراتيکه سرمشريزه ډيموکراسۍ پورې تړاو نه لري او امريکا د خپل معيار له مخې ډيموکراتيک هېوادونه انتخابوي او د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ  تضادونه او تقابل راپاروي، چې د امریکا دغې کړنې ډيموکراسۍ ته تر ټولو لوی ګواښ پېښ کړی دی.

د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د څېړنيز مرکز کارپوه سورابه ګوپتا وايي، د امريکې ډيموکراتيکه سرمشريزه به يوازې نړيواله ټولنه وپاشي او بل هيڅ ارزښت به ونه لري.

د امريکې ډيموکراتيکه سرمشريزه به واشينګټن پر ډيموکراتيکې نمونې بدل نه کړي، بلکې د دغه هيواد رېښتينې بڼه به نوره هم  بربنډه او رسوا کړي.