د چین او اسټراليا ترمنځ د تاوجنو اړیکو مسئولیت د استراليا پر غاړه دی
cri2021-12-02 11:13:04
شريکول:

د سپينې ماڼۍ  چارواکي کورت کمبیل څو ورځې مخکې ويلي، چې چین غواړي د اقتصادي جنګ له لارې اسټراليا تسليت او بخښنې غوښتلو ته مجبورا کړي، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د ډسمبر په لومړۍ نېټه په خبري ناسته کې په دې هکله وويل، چې د امريکې دا چارواکی سپين ته تور او تور ته سپين وايي.

نوموړي په اشارې وويل، چې د اسټراليا ځينو سياستوالو له يوې مودې راهيسې پر چين ډېر بې ځایه تورونه لګولي او نښتې يې راپارولي دي. چین تل له قوانینو او مقرراتو سره سم له اسټراليا سره سوداګريزې هلې ځلې کړي، خو اسټراليا له بازاري اصولو څخه سرغړونه کوي او په دغه هېواد کې يې د چيني تصديو د پانګونې او معاملو پر وړاندې بې ځایه خنډونه جوړ کړي او د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ ښه تمایل يې زیانمن کړی دی. برسيره پر دې، اسټراليا څو ځلې د چين په کورنيو چارو کې مداخلې کړې دي. (هيله)