OECD: چين به د نړيوال اقتصادي پرمختګ د انجين رول په حيث پر له پسې ولوبوي
CMG2021-12-02 15:12:58
شريکول:

د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ نړيوال سازمان يعنې OECD، چې مقر يې د فرانسې په پاريس کې دی، پر ځايي وخت د نومبر په لومړۍ نېټه د روان کال د اقتصادي اټکل وروستی راپور خپور کړی او د چين ميډيا ګروپ خبريال د چين د اقتصاد او تګلارو د څېړنې په چارو کې د نوموړي سازمان د دفتر له مديرې مارګيټ مولنار سره مرکه کړې ده.

مارګيټ مولنار په دغه مرکه کې ويلي، چې چين به د نړيوال اقتصاد په پرمختګ کې د انجين په حيث پر له پسې رول ولوبوي.

د نوموړي سازمان د اټکل له مخې، د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت به په ۲۰۲۱م کال کې اته اعشاريه يو سلنه زيات شي، چې دا رقم د تېر سپتمبر د اټکل په پرتله لږ ټيټوالی ښيي.

مارګيت د روان کال په وروستۍ نيمايي کې د اقتصادي پرمختګ ورووالی د اټکل د ټيټوالي سبب دی بللی او زياته کړې يې ده، چې د چين اقتصاد د احيا او پرمختګ مناسب مدار ته داخل شوی، خو د شلو هېوادونو ګروپ د ځينو غړو اقتصادي حجم لا هم د کرونا وبا دمخه سويې ته نه دی رسيدلی.