شي جين پينګ په انلاين ډول د لاوس د دولت له رئيس تهونګلون سيسوليس سره وکتل
CMG2021-12-03 21:45:55
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر پر ۳مه نېټه په انلاين ډول د لاوس د دولت له رئيس تهونګلون سيسوليس سره وکتل.

شي جين پينګ په دغه کتنه کې وويل، چې چين به په پر له پسې توګه لاوس ته د کرونا وبا ضد واکسين او نور وقايي مالونه ورکړي او له دغه هېواد سره به د ځوانانو ترمنځ د تګ راتګ، د کلتوري چارو د تبادلې او سيمه ييزې راکړې ورکړې په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.  چين هيله لري، چې له لاوس سره د رښتیني څواړخيزم د عملي کولو، د نړيوال پرمختګ پېشنهاد د تطبيق او د سيمه ييزې سولې او سمورتيا د ساتنې لپاره ګډې هڅې وکړي.

دواړو مشرانو په همدې ورځ په انلاين ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ د رېل پټلۍ د پرانيستنې په مراسمو کې ګډون وکړ او په جلا جلا توګه يې ويناوې وکړې.