د چين او لاوس رېل پټلۍ په رسمي توګه پرانيستل شوه
CMG2021-12-03 17:00:21
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۳مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د لاوس د دولت له رئيس تهونګلون سيسوليس سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ د پرانيستنې په مراسمو کې ګډون وکړ.

دواړو مشرانو د بېجينګ په وخت د همدې ورځې د مازديګر په ۴ بجو او ۴۴ دقيقو پر يادې رېل پټلۍ د لومړي اورګاډي د خوځېدو غږ وکړ.