يانګ جي چه د کوريا جمهوريت د ملي امنيت ادارې له مشر سره وکتل
cri2021-12-03 11:14:24
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو دفتر مشر يانګ جي چه د ډسمبر په دوهمه نېټه د چين په تيان جين ښار کې د کوريا جمهوريت د ملي امنيت ادارې له مشر سوهون سره وکتل او د ځينو موضوعاتو په اړه يې ورسره سلا مشورې وکړې.

يانګ جي چه په خپلو خبرو کې وويل، چې چين او کوريا جمهوریت د نړۍ د لويو اقتصادونو په توګه له څو اړخيزم او د ازادې سوداګرۍ له نظام څخه ټينګ ملاتړ کوي. دواړه خواوې بايد يو د بل اړتياوې پوره کړي او په دواړو هېوادونو، سيمې او حتی په نړۍ کې د توليداتو د توليد او برابرۍ ځنځير د تضمين لپاره دې ګډې هڅې وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې دواړه هېوادونه دې د سيمه يیزې همکارۍ، څو اړخيز چوکاټ او نړيوالو مسئلو په هکله خپلمنځي همغږۍ پياوړې کړي او د لاعادلانه او معقول نړیوال اداري سيستم د جوړولو لپاره دې ګډې هلې ځلې وکړي. چين تل د ډيموکراتيکې کوريا او د کوريا جمهوريت ترمنځ د اړيکو له ښه والي څخه ملاتړ کړی او غواړي، چې له اړوندو خواوو سره يو ځای د کوريا ټاپووزمې د سولې او ثبات د ساتلو او د دې ټاپووزمې د دايمي امنيت د تضمين لپاره رغنده رول ولوبوي.

د کوريا جمهوريت د ملي امنیت ادارې مشر سوهون وويل، چې هېواد يې له چين سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او تمه لري، چې د دواړو خواوو ترمنځ د لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ تګ راتګ زيات کړي او په سوداګرۍ، کلتور، د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې خپلمنځي همکار)ۍ پياوړې کړي. کوريا جمهوریت غواړي چې له چین سره د کوريا ټاپووزمې د دايمي سولې د پرمخبيولو لپاره نه ستومانه کېدونکی کوښښونه وکړي او د سيمه ييزې همکارۍ پياوړتيا او د څو اړخيزم ساتلو ته ادامه ورکړي.