امریکا باید د ډيموکراسۍ بيرغ تر اوچتولو مخکې، په کور دننه ستونزې حل کړي
cri2021-12-03 15:41:52
شريکول:

د امريکې د نوي انګلنډ سيمې د بومي يا اصلي اوسېدونکو قبايلي غړي د تېرې شکرانې په ورځ راټول شوي وو او د څو ميليونو بومي اوسېدونکو پر وړاندې د نسل وژنې، د خاورې نیونې او د کلتور زیانمن کېدنې په شمول يې ډېرې ستونزې یادې کړې.

د شکرانې ورځ په اصل کې په امريکې کې د سپين پوستو لخوا له اندي يا بومي اوسېدونکو څخه د ژغورنې او مهربانۍ په پار ټاکل شوې، خو وروسته يې دغې ورځې ته کنايي رنګ ورکړ. د امريکې هغه سياستوال، چې غواړي د ډيموکراسۍ بيرغ پورته کړي، بايد لومړی  خپل هېواد کې د اصلي اوسېدونکو غږ او شکایتونه واوري او په کور دننه بايد د نسل وژنې په شمول ځينې ستونزې حل کړي. اندیان د امریکې اصلي اوسېدونکي دي، کله چې سپين پوستي په  لومړي ځل دغې لویې وچې ته ولاړل، نو اندیانو ورسره ډېرې مرستې وکړې، خو وروسته دغو استعمارګرو د دوی پر وړاندې د سپکاوي کړنې پېل کړې او ډېر يې ووژل او اوس يې هم په پراخه کچه نسل وژنه روانه وه.

د امريکې حکومت له اوږدې مودې راهيسې د اندیانو پر وړاندې د وژنې، جلاکونې او د کلتوري وژنې په شمول یو لړ تګلارې غوره کړي او د دغې لويې وچې اصلي اوسېدونکي يې له ورکېدو سره مخ کړي دي.

نیویارک ټایمز په يوې ليکنې کې په اشارې ويلي، چې د اندیانو پر وړاندې د امريکې کړنې د دغه هيواد په تاریخ کې تور داغ  بلل کيږي. په امريکا کې د نژادي تبیعض مسئله نوې نه ده، بلکې له پېړيو پېړيو راهيسې پکې  روانه ده او اوس هم په دغه هېواد کې د لږکيو پر وړاندې ډېرې ستونزې موجودې دي. د امريکې يوه پوليس تېر کال د خلکو پر وړاندې د افريقا الاصله امريکايي جورج فلوايډ پر غاړې ګونډه کېښوده او ويې واژه، سږ کال په اتلنتاAtlanta سیمه کې د ډزو پېښه کې شپږ اسيا الاصه امريکایانې ووژل شوې. په حقیقت کې امريکا کې نژادي تبعیض نه یوازې د قانون د ادارې په برخې کې، بلکې د روزګار او ژوند په بېلا بېلو برخو کې هم ليدل کېږي.

د امريکې پيو څېړنیز مرکز د تېر اکتوبر په پای کې د یوې سروې نتیجه خپره کړه، چې له مخې يې، ۷۴ سلنه امريکايان په دې اند دي، چې د نژاد تبعیض د امريکايي ټولنې یوه سخته مسئله ده. د امريکې د بلاکينس انسټيټيوټ عالي څېړوونکي شاون لې وايي، چې د نژاد سیستماتیک تبعیض لا هم د امریکې په ټولنه کې خپور دی او د ژوند په بېلا بېلو برخو کې ليدل کېږي. د امريکې مشرانو هم دا منلې، چې د نژاد سيستماتيک تبعیض د امريکې په تاریخ کې دایمي تور داغ دی. له دې څخه ښکاري، چې امريکايي شکله ډيموکراسي اغېزمنه نه ده.

د امريکې فورټ صندوق ويلي، چې سپين پوستو ته لومړيتوب ورکول د امريکې ډيموکراسۍ لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی. هاروارډ پوهنتون څو ورځې مخکې د یوې سروې نتیجه خپره کړې، چې له مخې يې د ۵۲ سلنه ځوانانو په اند، د امريکې ډيموکراسي ډېره ستونزمنه او ناکامه ده.

امريکايان د دغه هېواد د ډيموکراسۍ په اړه ناخوښ دي او ښه احساس نه لري، نو په داسې حال کې امريکا په کوم باور د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه جوړوي؟

د امريکې سياستوال غواړي د ډيموکراسۍ په پلمه، په کور دننه اړوندې ستونزې پټې کړي، خو د دوی دغه موخه نه شي عملي کېدای. د هانکانګ د چیني ژبې پوهنتون د ګردې نړۍ او عصري چين څېړنيزې ادارې مشر جنګ یونګ نیان وايي، چې په حقيقت کې دا د ډيموکراسۍ سرمشریزه غونډه نه ده، بلکې د امريکې د کړنو یو ډول هنر دی.

ډيموکراسي په يوې بڼې نه وي، بلکې هر هيواد خپلو حالاتو ته په کتو ډيموکراتيکې تګلارې لري. کوم هيواد نشي کولی، چې د ټولو لپاره د ډيموکراسۍ بڼه وړاندې کړي، بلکې دا د ټولو انسانانو ګډ ارزښت دی او هر هيواد خپلو حالاتو ته په کتو ډيموکراتيکې تګلارې جوړوي.

 امريکا د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزې له لارې خپلې ستونزې نه شي حلولی، نو ښه به دا وي، چې په کور دننه اغېزمن تدبيرونه ونیسي.