د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په دوهمه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د دوهمې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۵۱ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۶۴۶۸۲۴ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۲۶۲۸۶۶۰۵۰ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۵۲۲۴۵۱۹ ته رسېدلی چې د تېرې ورځې په پرتله يې شمېر ۸۴۷۵ زيات شوی دی.
(مينه)