د اروپايي ټولنې د انرژۍ وزيرانو د ډسمبر په دوهمه نېټه د بيلژيک په پلازمينه بروکسيل کې يوه غونډه ترسره کړه او د انرژۍ د لوړو بيو د مخنيوي په اړه يې بحثونه وکړل.
يادو وزيرانو په دغه غونډه کې د انرژۍ د لوړو بيو د مخنيوي لپاره خپل اقدامات او د اروپايي کمېسیون د اړوندو تدبيرونو د تطبيق تجربې شريکې کړي او د مشتريانو د ګټو د ساتلو په څرنګوالي يې هم خبرې وکړې.