شي جين پينګ په بهرنيو ژبو د چين د ولسي راډيو او نشراتي چارو د ۸۰مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2021-12-03 21:41:48
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د چين ميډيا ګروپ ټولو کارکوونکو ته په بهرنيو ژبو د چين د ولسي راډيو او نشراتي چارو د ۸۰مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په خپل پېغام کې د چين ميډيا ګروپ له کارکوونکو څخه هيله وښودله، چې پراختيا او نوښت ته دې دوام ورکړي، په نړيوالو مطبوعاتي او نشراتي چارو کې دې خپل توان پياوړی کړي، د نړۍ د نوې او لويې اغېزمنې رسنۍ د ابادۍ لپاره دې هڅې وکړي او د چيني ملت د بيا سمسورتيا او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې خدمتونه وکړي.

په بهرنيو ژبو د چين د ولسي راډيو او نشراتي چارو د ۸۰مې کليزې د لمانځنې ناسته د ډسمبر د ۳مې نېټې په ماسپشين تر سره شوه او په کښې د رئيس شين جین پینګ د مبارۍ پيغام ولوستل شو.

د يان ان سينهوا راډيو د ۱۹۴۱م کال د ډسمبر پر ۳مه نېټه په جاپاني ژبه خپرونه پيل کړه، چې دا په بهرنيو ژبو د چين د ولسي راډيو او نشراتي چارو د پيل نمونه بلل کيږي. د چين ميډيا ګروپ په ۴۴ ژبو خپرونې جوړوي.