د چين او لاوس ترمنځ رېل پټلۍ پرانيستل شوه
CMG2021-12-03 17:15:45
شريکول:

د چين او لاوس ترمنځ اوسپنيزه پټلۍ د ډسمبر په ۳مه نېټه پرانيستل شوه. دغه اوسپنيزه لار، چې د چين د يون نان ولايت کون مينګ ښار او د لاوس پلازمينه يې نښلولي، د ورېښمو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ مهمه پروژه او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې نمونه ده.

دغه اوسپنيزه لار به لاوس ته ټولنيز او اقتصادي پرمختګ ورکړي. د نړيوال بانک د وړاندوينې له مخې، د لاوس کلني عايدات به د دغې اوسپنيزې لارې په مټ ۲۱ سلنه زيات شي او د پانګه اچوونکو پر وړاندې د دغه هېواد جاذبه به لوړه شي. د اټکل له مخې، د لاوس ۴ ميليونه وګړي او د ګاونډيو هېوادونو ۱۰ ميليونه سيلانيان به هر کال له دغې اوسپنيزې لارې څخه استفاده وکړي.