چين په شينجيانګ کې د جبري کارونو په اړه د لويديځو سياستوالو کړنه بې شرمه او بې ځايه وبلله
CMG2021-12-03 10:44:06
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په دوهمه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د چين د شينجيانګ اوسېدونکي ارام او هوسا ژوند لري، بېلابېل قومونه په همغږۍ ګډ ژوند کوي او هغه راپورونه، چې ګواکې په دغه سيمه کې خلک جبري کارونو ته اړ شوي، بيخي درواغ او پروپاګنډ دي.

نوموړي زياته کړه، چې ځينو لويديځو سياستوالو په تېره بيا امریکايي سياستوالو داسې ګونګوسې خپرې کړي چې وايي د شينجيانګ خلک جبري کارونو ته اړ شوي دي. د دغو سياستوالو د دې کړنې اصلي هدف د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې سياسي مداخله کول او د چين په تېره بيا د شينجيانګ د پرمختګ مخه نيول دي. نوموړي د دوی دغه کړنه بې شرمه او بې ځايه وبلله او زياته يې کړه، چې دوی به له دې لارې خپلو سياسي موخو ته ونه رسيږي او نړيوالو ته به د دوی رياکارانه څېره بربنډه کړي.