د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا په نيويارک کې يو وسله وال د ډسمبر په دوهمه نېټه د ملګرو ملتونو د مقر دروازې ته څېرمه له پوليسو سره نښته کړې، چې له امله یې د ملګرو ملتونو د ودانۍ دروازه د يو څه مودې لپاره تړل شوې وه.
د مالوماتو له مخې، دغه وسله وال له دوه نیم ساعته نښتې وروسته، پوليسو ته تسليم شوی دی.
د نیویارک د پولیسو په وینا، دغه سړی د ملګرو ملتونو د مقر دروازې ته نژدې شاوخوا ګرځيده او د ټوپک خوله يې خپلې زنې ته نېولې وه.
وسله وال له خپلې کڅوړې سندونه راويستلي وو او وروسته یې د پوليسو په لاس د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې ته وسپارل.
په دغې پېښې کې د ملګرو کارکوونکو ته کوم زيان نه دی اوښتی. (شکريه)